ایران او پاکستان دافغانانو له احساساتو ناوړه استفاده کوي
سلام خان سلام خان

 

ایران او پاکستان د دین او مذهب په نامه تل د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي، څو خپل اهداف ترلاسه کړي،وړمه ورځ په کابل کی دیوه مطبوعاتی کنفرانس به طرځ کی له ولسمشر کرزي نه د یو ایراني خبریال پوښتنې هغه شکونه په یقین بدل کړل، چې دقران  پاک ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې د اعتراضونو تر شا د سیمې د استخباراتو لاسونه بولي،ددې اعتراضونو په شپږمه ورځ که څه هم افغان ولسمشر خلک ارامې ته هڅول، خو یو ایراني خبریال کلام پاک ته د سپکاوي په پیښه کې د ښکیلو سرتیرو د محاکمې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته د خلکو غوښتنه ورسوي،د مظاهره کوونکو یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې د دې پیښې عاملان باید د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانیو په رڼا کې محاکمه شي، نو دوي ولې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې نه محاکمه کیږي.؟)

دا ایرانې خبریال حاجي نژاد نومیده، چې د ایران صدا او سیما ته یي کار کاو،که څه هم افغان ولسمشر په خپل ځواب کې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو او نړېوالو قوانینو په پام کې ساتل ضروري وبلل، خو ځینې کتونکو بیا د ولسمشر په ځواب انتقاد کوي او وایی چی، ایران او پاکستان دواړه مسلمان هېوادونه دي، خو کلام پاک ته د سپکاوي د پیښې د غندلو لپاره یو وګړې یي هم واټ ته راونتولو، دسیاسی چارو کارپوه احمد سعدی دازادی رادیو سره په خپله ځانګړی مرکه کی ویلی دی  چی دا قران کریم دټول امت مسلمه مفدس کتاب   دې نو په ایران او پاکستان کی ولی مظاهری ونشوې..

په دغو اعتراضونو کې، چې د شپږو ورځو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یي دوام وکړ، له دیرشو زیات کسان وژل شوي له دوو سوو زیات ټپیان شوي او عامه شتمنیو ته زیان اړول شوې،له بل لوري د ولسي جرګې غړو هم پدې اعتراضونو کې د سیمې د استخباراتو د مداخلې په اړه خبردارې ورکړې وو،ددې جرګې یوه غړې شینکۍ کړوخیل هم په شوېو اعتراضونو کې د سیمې د استخباراتو لاسونه ښکیل بولي او له خلکو غواړي، چې باید په زیات دقت سره عمل وکړي،افغان ولسمشرحامد کرزی که څه هم کوم څرګند نوم یاد نکړ، خو له خلکو یی وغوښتل، چې د هیواد د سولې او امن دښمنانو ته باید موقع ورنکړي، چې ددوی له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي،ده خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت دا مسئله په جدي توګه تعقیبوي او له امریکایی مشرانو سره به په خپلو تماسونو کې د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړي، چې پدې پیښه کې ښکیل دي،دغو اعتراضونو په داسې حال کې دوام وکړ، چې امریکایی مشرانو له افغان حکومت او خلکو نه بخښنه غوښتله او د پیښې په څیړلو کې یی د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ

ولسمشربارک اوباما د شنبې په ورځ د افغان ولسمشر دا وینا وستایله چې له خلکو څخه یې د آرامۍ او ډیالوګ غوښتنه وکړه. سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې همداراز وویل، چې امریکا د افغانستان له دولت او خلکو سره د شراکت ژمنه کړې ده،د افغانستان او امریکا د شراکت مساله ولسمشرحامد کرزي هم په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې یاده کړه. ده وویل، که د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي، افغانستان لاهم له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو ټینګولو ته لېوال دی،د امریکا له حکومت سره زموږ خبرې روانې دي څو زندان افغانستان ته وسپارل شي. دوهمه د شپې د عملیاتو او ملکي تلفاتو مساله ده،دواړه مسالې د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره مهمې دي. په ځینو برخو کې موږ دوی ته لارې پرانیستې پرېږدو او سخته یې نه ورسره نیسو، خو د افغانستان ملي حاکمیت مساله ده او هیله من یو چې د امریکا حکومت دې ته پرته له کوم کمي، زیاتي درناوی وکړي.″

د قرآنکریم د سوځولو له وروستۍ پېښې مخکې هم څو ځلې لیدل شوي چې افغان سرتېرو، د امریکا او نورو هېوادونو پر پوځیانو ډزې کړي او وژلي یې دي. تېره میاشت فرانسې د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام وروسته له هغه وځنډاوه چې د ملي اردو د سرتېري په یونیفورم کې یوه وسله وال څلور فرانسوي پوځیان په ډزو ووژل،له دې پېښې وروسته د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن په انفرادي ډول د افغان سرتېرو له خوا د نړیوالو پوځیانو وژنه یوه جدي ستونزه وبلله،جنرال الن هغه مهال او د کورنیوچارو وزارت د امریکايي سلاکارانو له وژنې وروسته ژمنه وکړه چې له افغانانو سره ګډ کار ته به دوام ورکړي،دا کړکېچ په داسې حال کې رامینځ ته شوی چې په پام کې وه د افغانستان د دفاع او کورنیو چارووزیران له امریکايي چارواکو سره په راتلونکو څو اونیو کې په واشنګټن کې مهمې غونډې وکړي.

معلومه نه ده چې دا غونډه به په خپل ټاکلي وخت وشي کنه خو دم ګړی داسی راپورونه خپاره شوی دې چی دا غو ڼده دموقت وخت لپاره ځنډیدلی ده، خو څارونکي وايي چې د افغان او امریکايي چارواکو دې غونډې ځانګړی اهمیت درلود، ځکه دا غونډه د شیکاګو د سرمشریزې په درشل کې جوړېږي،په پام کې ده د شیکاګو په سرمشریزه کې چې په راروانه مې میاشت کې جوړېږي افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو په اړه مهمې پرېکړه وشي،د افغان ځواکونو روزنه او له هغو سره ګډ کار د امریکا د حکومت له مهمو اهدافو څخه دي

اسوشیېټډپریس خبري آژانس لیکي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د دواړو خواوو ترمینځ ژور اعتماد ته اړتیا لیدل کيږي خو دا اعتماد وخت ناوخت هغه مهال له مینځه ځي چې افغان سرتېري خپل بهرني مرستندویان په نښه کوي،آژانس د کارپوهانو له قوله لیکي چې وايي، له دې پېښو وروسته له تروریزم سره د جګړه په برخه کې د یو ډاډمن شریک په توګه د افغانستان اعتبار د امریکا لپاره نور نو سخت زیانمن شوی دی.پای


February 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات